ملګري ملتونه نن لوېديځه غاړه کې د اسراييل د حضور په اړه پر يوه پرېکړه‌ليک رايه اخلي

د ملګروملتونو دعمومي اسامبلې يو انځور - ارشيف

د ملګروملتونو عمومي اسامبله نن چهارشنبې د فلسطینیانو پرهغه پرېکړه‌لیک رایې اخلي چې، له اسراییل غواړي په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې خپل حضور چې هغه غیرقانوني بولي، تر یوکال پورې پای ته ورسوي، خپل ځواکونه وباسي او یهودي مېشت ځایونه تخلیه کړي.

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته چې ۱۹۳ غړي لري دغه پرېکړه‌لیک د رایې اخیستو لپاره داسې مهال وړاندې شوی، چې په غزه کې د حماس په وړاندې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د اسراییل د جګړې کال پوره کېدو ته نژدې دی.

دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس وسله‌والو د تېر کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.

په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیر له غړیو هېوادونو وغوښتل چې دغه پرېکړه‌لیک رد کړي.

خو په ملګروملتونو کې د فلسطیني ادارې سفیر ریاض منصور پرون د عمومي اسامبلې غونډې ته په پرانيستونکې وینا کې وویل، فلسطینیان د خپلې بقا له ګواښ سره مخامخ دي او ادعا یې وکړه چې اسراییل دوی د بندیانو په توګه ساتلي دي.