د مسکو شمال لوېدیځ کې د بې پیلوټه الوتکې برید؛ د وسلو یوه ډيپو په نښه شوې

رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې پر ډيپو د بې پيلوټه الوتکې یو لوی برید کېږي او بیا د شپې په تیاره کې د اور لمبې اسمان ته پورته کېږي.

د مسکو شمال لوېدیځ کې د بې پیلوټه الوتکې یوه برید، چې شک کېږي اوکراین به کړی وي، د وسلو یوه ډيپو په نښه کړې ده.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې په تویر سیمه کې د تېرې شپې له دغه برید وروسته لوی اور بل شوی او د نږدې سیمو خلک یې تخلیه شوي دي.

د استرا په نوم ټیلیګرام چېنل او نورو ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې پر ډيپو د بې پيلوټه الوتکې یو لوی برید کېږي او بیا د شپې په تیاره کې د اور لمبې اسمان ته پورته کېږي.

په دغو وېډيوګانو او عکسونو کې لیدل کېږي چې د چاودنې شاوخوا ته د نږدې کورونو کړکۍ هم ماتې شوي دي.

د تویر د سیمې والي ویلي چې د اوکراین د توغنديو پارچو سیمه کې اور لګولی، خو دا یې نه دي ویلي چې څه شی سوځېدلي دي.