په افغانستان او نوره نړۍ کې د خپلو حقونو لپاره غږ اوچتونکې افغان مېرمنې وستایل شوې

د افغان مېرمنو دغه ډله څو ورځې مخکې په البانیا کې سره راټولې شوې وې او نړیوالې ټولنې ته یې د مېرمنو د ستونزو د حل په موخه وړاندیزونه وکړل.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هغه افغان مېرمنې ستایلي چې په افغانستان او نوره نړۍ کې د خپل حقونو لپاره غږ اوچتوي.

مېرمن امیري نن پر خپل ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې ولیکل، داسې مهال چې طالبان د دې په ټکو، د جنسي ځورونو تګلارې ته دوام ورکوي افغان مېرمنې په هېواد کې دننه او بهر په بېلابېلو ځایونو کې راټولېږي څو وښيي چې د خپلو حقونو په دفاع کې له نړیوالو حساب کتاب غواړي.

مېرمن امیري د کومې غونډې یادونه نه ده کړې او نه یې د چا نومونه یاد کړي، خو نوموړې دا بیان وروسته له هغه ورکوي چې د افغان مېرمنو یوې ډلې پرون د اروپا د پارلمان یوې غونډې ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د دې غونډې یوې ګډونوالې افغانې سیاستوالې شکریې بارکزۍ په خپله وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د روان وضعیت او په ځانګړي ډول د بشري حقونو وضعیت ته ډېره پاملرنه وکړي.