"پولیو فري افغانستان" د پولیو ضد واکسین پر اهمیت ټینګار وکړ

په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

پولیو فري افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد د پولیو د واکسین پر اهمیت ټینګار وکړ.

دغه بنسټ پرون سې شنبې په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ له لوړ ګواښ سره ځکه مخ دي چې د هغوی د معافیت کچه ټیټه ده.

د دغه بنسټ په وینا، له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې دغه ماشومان د پولیو په ټولو کمپاینونو او له یوه ځایه بل ته د سفر پر مهال د ټرانزیټ یا سرحدي ټیمونو له لوري واکسین شي.

پولیو فري افغانستان د کم عمره ماشومانو د پولیو ضد واکسین پر تطبیق ټینګار داسې مهال کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کور په کور د پولیو د واکسین کمپاین درولی دی.

خو د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د پولیو د واکسین د کمپاین پر وړاندې کومه ستونزه نه‌شته.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې روان کال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر اتلسو ته رسېدلی دی.

ګوزڼ یا پولیو یوه ناعلاجه ناروغي چې ماشوم د تل لپاره فلج کوي او ان د مړینې سبب یې کېدای شي او د مخنیوي یوازېنۍ لاره یې دا ده چې له پنځو کلونو کم عمره ماشوم د پولیو پر ضد ځو ځلې واکسین شي.