د ايران ولسمشر: بې‌اسناده افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته واستول شي

د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د ایراني چارواکو له تېرو څرګندونو وروسته اوس ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، هغه افغانان به بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې، په غیرقانوني اسنادو ایران ته ننوتي دي.

ښاغلي پزشکیان پرون یوې خبري غونډې ته وویل، د ایران د امنیت عالي شورا د کډوالو د قوانینو په اړه د بحث لپاره درې ځلې غونډې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې افغانان او ایرانیان وروڼه دي، خو د دواړو هېوادو ترمنځ د قانوني چوکاټونو رعایت خورا مهم دی.

پزشکیان د انتخاباتي کمپاین پر مهال هم د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدونو د بندېدو پر اړتیا ټینګار کړی و.
ایراني چارواکو مخکې اعلان کړی و، چې د روان کال ترپایه به شاوخوا دوه میلیون غیرقانوني کډوال له‌دې هېواده وباسي.

د ایران د سیستان-بلوچستان ولایت امنیه قوماندانۍ د یک‌شنبې په ورځ د هغو نژدې ۱۵۰۰ تنه افغانانو د نیولو خبر ورکړ چې، د چارواکو په وینا په ایران کې یې د استوګنې قانوني اسناد نه درلودل.