د ملګروملتونو امنيت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د امنيت شورا د غونډې يو انځور

د ملګروملتونو امنيت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي، چې په‌کې به پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت له‌خوا پر لګول شويو محدوديتونو هم بحث وشي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا به د چهارشنبې په ورځ د امریکا په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وضعیت په باب معلومات ورکړي.

یوناما نن پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې ټاکل شوې دغه غونډه د کابل پر وخت د مازیګر شپږنیمې بجې پیل شي.

د امنیت شورا په‌دې غونډه کې به پر ښځو او نجونو د طالبانو له‌خوا د محدودیتونو پر زیاتېدو هم بحث وشي.

ويل شوي، په‌دې غونډه کې به د مدني ټولنې یو فعال هم د افغانستان پر حالاتو معلومات وړاندې کړي.