ټاکل شوې انتوني بلېنکن مصر ته لاړ شي او غزه کې د اوربند پر ټينګښت خبرې وکړي

انتوني بېلنکن

په پام کې ده د امریکا د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن سه‌شنبه مصر ته لاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، بلېنکن به له مصري چارواکو سره په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره د یوې موافقې پر هڅو خبرې وکړي.

دا سفر داسې وخت کېږي، چې فلسطیني چارواکي وايي، پرون هم پر غزې تړانګه د اسرايیل په هوايي حملو کې د پنځو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان ووژل شول.

د امریکا د متحده‌ایالتونو او مصر تر څنګ قطر هم له میاشتو راهیسې په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو د خلاصون لپاره پر یوه موافقه د سلا کېدو د هڅو منځ‌ګړیتوب کوي.