جرمني له منځنۍ اسيا څخه دغه هېواد ته د مسلکي کارګرانو د تګ تړون لاسليک کړ

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضايف او د جرمني لومړی وزير اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم له ازبکستان سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له‌مخې به یې د جرمني د اقتصادي ملاتړ لپاره د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه جرمني ته د مسلکي کارګرانو د تګ او له جرمني د ځینو کډوالو د ایستلو زمینه برابره شي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره په سرقند کې له کتنې وروسته ویلي، دوی د جرمني د اقتصادي ودې لپاره د خورا با استعداده کارګرانو مهاجرت ته اړتیا لري.

شولڅ د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، دواړو هېوادونو د هغو کسانو په باب پر ساده او بې طرازلعملو چلندونو موافقه کړې، چې باید د هغوی اصلي هېوادونو ته ستانه کړای شي.

هغه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ور نه‌کړ چې ایا له ازبکستان سره تړون د هغو افغانانو له شړلو سره ارتباط لري که نه، چې په جرمونو تورن دي؟

جرمني د اګست میاشتې پر ۳۰مه په جرمنو د تورنو افغان کډوالو د اخراج لړۍ بیا پیل کړه او د لومړي ځل لپاره یې ۲۸ افغان کډوال چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، کابل ته ستانه کړل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر، چې له شولڅ سره ملګرې وه او په سمرقند کې یې تړون لاسلیک کړ، ویلي چې افغانستان ته د نورو الوتنو په پلان بوخته ده، څو هغه افغانان چې په جدي جرمونو تورن دي، بېرته افغانستان ته اخراج کړي.