له يمن څخه پر اسراييل د يو راکټ د ويشتل کېدو خبر ورکړل شوی

هغه سيمه چې راکټ په‌کې لګېدلی دی.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې، له یمن څخه د اسراییل په لور یو له ځمکې څخه ځمکه ویشتونکی راکټ ویشتل شوی او پر یوه نااستوګنه سیمه لګېدلی دی.

د اسراییل پوځ نن یک‌شنبې وویل، د دې برید له کبله د سر او مال هیڅ راز زیان نه‌دی پېښ شوی.

څو شیبې مخکې له‌دې چې توغندی ولګېږي په تل‌ابیب او ټول اسراییل کې د خطر زنګونه ووهل شول.

د یمن حوثي یاغیانو د روان کال په جولای میاشت کې د یوې بې‌پيلوټه الوتکې په وسیله پر تل‌ابیب برید وکړ چې، یو کس یې وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل.

دغه برید اسراییل وهڅاوه چې د یمن د حدیده بندر ته نژدې د حوثي یاغیانو پر هدفونو لوی هوایي برید وکړي، چې لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او ۸۷ نور یې ټپیان کړل.

د اسرايیل دفاع وزارت دا هم ویلي چې، نن له لبنان څخه اسراییل ته ۴۰ توغندي وویشتل شول، چې د هوایي دفاع سیسټم له‌خوا شنډ شول او یا هم پر نااستوګنو سیمو ولګېدل.