د بريتانيا پخوانيو دفاع وزيرانو د اوکراين له لوري پر روسيه د ليرې واټن وسلو کارولو غوښتنه کړې

د ليرې واټن ويشتونکې وسلې

د بریتانیا څو پخوانیو دفاع وزیرانو او پخواني صدراعظم له اوسني صدراعظم کییر سټارمر غوښتنه کړې چې، اوکراین ته زمینه برابره کړي، څو د امریکا د متحده‌ایالتونو له ملاتړ پرته هم، د روسیې په خاوره کې دننه ليرې واټنه میزاییل وکارولی شي.

په‌دې اړه سنډې ټایمز پرون شنبه راپور ورکړ.

په راپور کې ویل شوي چې د بریتانیا پخوانیو دفاع وزیرانو ګرانټ شاپس، بن والاس، ګوین ویلیامسن، پني موردانت او لیام فاکس او پخواني صدراعظم بوریس جانسن دا غوښتنه مطرح کړې ده.

دغو پخوانیو سیاستوالو خبرداری ورکړی، چې په‌دې برخه کې هر ډول ځنډ به د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین لا زړور کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي له میاشتو راهیسې له متحدانو سره یوځای غوښتنه لري، چې اوکراین ته باید اجازه ورکړل شي، څو غربي میزاییل او په امریکا کې د جوړو شویو لیرواټنه اتاکمس (ATACMS) او په بریتانیا کې د سټورم شډوز (Storm Shadows) په نوم جوړ شوي توغندي د روسیې په خاوره کې دننه وکارول شي، چې له‌دې سره د نورو حملو لپاره د مسکو ظرفیت محدود شي.

تېره جمعه د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې د بریتانیا له صدراعظم کییر سټارمر سره کییف ته په روسیه کې دننه پر ځینو اهدافو د حملو لپاره د لیرې واټنه میزاییلو د کارونې د اجازې په اړه خبرې وکړې، خو کومه پرېکړه اعلان نه‌شوه.

ځینو امریکايي چارواکو په‌دې اړه شک ښوولی چې، د دغسې میزاییلو د کارونې لپاره د زمینې برابرول دې د روسیې د اشغالګرو په وړاندې په مبارزه کې د کییف جګړه کې کوم بدلون راولي.