عراقچي: ايران له فشار او ګواښ پرته د ډيپلوماسۍ له لارې د لانجو حل ته چمتو دی

د ايران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

ایران وايي، د ګواښ او فشار نه، بلکې د ډیپلوماسۍ له لارې د لانجو حل ته چمتو دی.

وروسته له هغې چې د امريکا متحده‌ایالتونو پر تهران نوي بندیزونه اعلان کړل، د ایران دولتي رسنیو نن د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له قوله راپور ورکړ چې وايي، ایران تل د لانجو حل ته چمتو و.

نوموړي ويلي، په‌دې شرط چې خبرې د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ولاړې وي، نه پر ګواښونو او فشارونو.

عراقچي دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل وویل، دا ټولنه غواړي د هغو راپورونو په غبرګون کې چې وايي، ایران د اوکراین پر ضد جګړه کې روسیې ته بالستیک توغندي ورکړي دي، پر دې هېواد متحده‌‌ایالتونو ته ورته بندیزونه ولګوي.