امريکا غواړي رومانيا ته د اف-۳۵ جټ الوتکې ورکړي

اف-۳۵ الوتکه

د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه وویل، دوی د ناټو متحد هېواد رومانیا ته د لسګونو F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو پلورل منظور کړي دي.

ویل شوي د دې موافقې ارزښت اووه اعشاریه دوه ميلیارد ډالرو ته رسېږي.

دا قرارداد، چې باید لا هم د متحده‌ایالاتو د کانګرس له‌خوا تصویب شي، بخارست ته ۳۲ عرادې F-35A ډوله الوتکې او اړوند تجهیزات برابروي.

دغه تړون داسې وخت اعلانېږي چې اوکرايیني پیلوټانو روانه اوونۍ د رومانیا په یوه ځانګړي مرکز کې د F-16 ډوله الوتکو د کارونې په اړه روزنه پیل کړه.

په امریکا کې جوړې شوې جنګي جټ الوتکې چې د واشنګټن له‌خوا یې کییف ته ورکړه منظوره شوې، د اوکراین له‌خوا د روسیې د یرغل په وړاندې د مقابلې لپاره کارول کېږي.