امريکا او بريتانيا يو ځل بيا له اوکراين په کلک ملاتړ ټينګار کړی

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر یو ځل بیا له اوکراین څخه په کلک ملاتړ ټینګار وکړ، خو پر هغو وسلو لګول شوي محدودیتونه په خپل ځای پاتې دي چې لوېدیځ اوکراین ته يې ورکړي او کییف اجازه نه‌لري چې د روسیې د خاورې دننه پرې هدفونه په نښه کړي.

سپینې ماڼۍ پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د دواړو مشرانو په خبرو کې دا موضوع چې ایا کییف ته اجازه ورکړي چې له لیرې واټن ویشتونکو توغندیو څخه د روسیې د خاورې د ننه د بریدونو لپاره کار واخلي؟ راپورته نه‌شوه.

تمه کېده هغو نښو ته په پام چې د اوکراین متحدینو په‌دې وروستیو کې پر دغو وسلو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کولو لپاره ښودلې، له بایډن سره د سټارمیر په کتنه کې به نوموړی په‌دې برخه کې پر هغه فشار راوړي.

خو په خپره شوې اعلامیه کې د دې یادونه نه‌ده شوې، بلکې له اوکراین څخه د ملاتړ د دوام ترڅنګ د ځینو نړیوالو مسایلو یادونه شوې ده.

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د پنج‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که لوېدیځ خپله پالیسي بدله او اجازه ورکړي چې له وسلو یې د روسیې په خاوره کې د ننه د لیرې هدفونو لپاره کار واخیستل شي، نو دا به د روسیې په وړاندې د ناټو د جګړې په معنا وي.