د نړۍ د کاتوليکو عيسويانو مشر غزه کې د جګړې پر غځېدو خواشيني ښودلې

د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس

د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مذهبي مشر په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د نه پرمختګ له کبله خواشیني څرګنده کړه، خو پاپ فرانسس په عین حال کې د اسراییلو په بمباریو کې د فلسطیني ماشومانو د وژنې د بندېدو غوښتنه وکړه.

پاپ فرانسس چې د آسیا پاسیفیک هېوادونو ته له دولس ورځني سفر وروسته پرون له خپلې الوتکې د راکوزېدو په حال کې خبرې کولې وويل، دی په غزه کې د سولې د ټینګښت پر لور د پرمختګ نښې نه ويني.

پاپ له‌دې مخکې هم بیا بیا په غزه کې د تاوتریخوالي په غندنه کې خبرې کړې دي.

پاپ زیاته کړه چې، دی هره ورځ د غزې له کاتولیکې کلیسا سره چې د ده په وینا شاوخوا ۶۰۰ تنه مسلمانانو او عیسویانو پناه په‌کې اخیستې ده، خبرې کوي او د هغو له خولې د جګړې په اړه بوږنوونکې خبرې اوري.

د غزې جګړه د تېر کال د اکتوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس ډلې د اسراییلو پر قلمرو برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

اسراییلو په ځوابي حملو کې تردې دمه د فلسطیني چارواکو د معلوماتو له‌مخې له ۴۱ زرو ډېر فلسطینیان وژلي دي.