امريکا د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه ټينګار او د ملاتړ ژمنه کړې

د نجونو يو ښوونځی

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالتونو سفارت وایي، ترهغو به خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو په افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي بېرته پرانيستل شوي نه وي.

د دې سفارت مرستیال ډونالډ براون په هغه ویډیویي پیغام کې چې، پرون پنج‌شنبه د دې سفارت په ایکس‌پاڼه کې خپور شوی ويلي، په ټوله نړۍ کې زده‌کونکي بېرته ښوونځیو ته ستانه شوي، خو د افغانستان په ټولګیو کې ۱،۴ ميلیونه څوکۍ خالي پاتې دي، هغه څوکۍ چې د ده په خبره د نجونو او پیغلو لپاره ځانګړې شوې دي.

براوون وویل، متحده‌ایالات له هغو افغان کورنیو سره پیوستون څرګندوي چې، زده‌کړې د یوه حق په توګه د ټولو لپاره غواړي.

هغه زیاته کړه چې، متحده‌ایالات به د افغان زده‌کونکو ملاتړ ته دوام ورکړي او هيڅکله به د ټولو زده‌کوونکو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانيستلو له غوښتنې په شا نه‌شي، ترڅو وکولای شي چې د افغانستان لپاره روښانه راتلونکې جوړه کړي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې درې کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له تعلیم څخه منعه کړې او هم یې د پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ تړلي دي.