روسيې له خپلې خاورې د شپږو بریتانوي ډیپلوماټانو د ایستلو خبر ورکړی

د برېتانيا بيرغ

د روسیې د امنیتي خدمتونو فدرالي ادارې، FSB نن جمعه وویل، له دغو بریتانوي ډیپلوماتانو یې چې په جاسوسۍ او تخریبي فعالیتونو تورن شوي، باورلیک اخیستی دی.

د روسیې دولتي ټلوېزیون د دغې ادارې د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړ، چې ویلې یې دي دغه شپږ ډیپلوماتان به د روسیې له خاورې و ایستل شي.

ايف‌ايس‌بي ادعا وکړه چې، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښیي دوی د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یوې څانګې له‌خوا روسیې ته لېږل شوي، چې اصلي دنده یې زموږ هېواد ته د ستراتېژیکې ماتې ورکول دي.

يادې ادارې تور پورې کړی، چې دوی د دې کار لپاره د استخباراتو په راټولولو او تخریبي فعالیتونو کې ښکېل وو.

دغه اقدام دوه ورځې وروسته له هغه کېږي، چې متحده‌ایالاتو او بریتانیا له اوکراین سره د نږدې ۱،۵ ميلیارد ډالرو اضافي مرستې ژمنه وکړه.