د افغانستان او نيوزيلنډ ترمنځ د کرکټ ټېسټ سيالي لغوه شوه

د افغانستان او نيوزيلنډ ترمنځ د ټېسټ کرکټ سيالي.

د افغانستان او نیوزيلنډ ترمنځ یوازېنۍ ټېست لوبه چې ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې پیل شي، د پرله‌پسې ورښتونو له امله نن لغوه شوه.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې چارواکو نن جمعه د ټاکلې لوبې په پنځمه ورځ پرته له‌دې چې یو توپ هم ووهل شي، د پرله‌پسې ورښتونو له امله دغه لوبه لغوه کړه.

دا اتم ځل دی چې یوه ټېسټ لوبه پرته له‌دې چې پیل شي، د باران له امله لغوه کېږي.

لومړۍ یې په ۱۸۹۰ کال کې او تر ټولو وروستۍ یې نژدې ۲۶ کاله مخکې د نیوزيلنډ او هند ترمنځ وه.

د ګریټر نویډا د لوبغالي کارکونکو هڅه کوله چې د دغې لوبې لپاره مناسبه ځمکه برابره کړي، خو پرله‌پسې بارانونو د دوی د دې کار مخه ونیوله.

دا په روان ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان درېیمه ټېسټ لوبه وه، چې تر دې مخکې يې یوه یې له ایرلنډ سره وه او بله هم له سریلانکا سره وه.

همدارنګه په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ لوبډله به د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه په متحده عربي اماراتو کې له جنوبي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.