سره صليب د اوکراين په ختيځ کې د خپلو درې کارکوونکو وژنه تأييد کړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې میریانا سپولیاریک ويلي، دا د منلو وړ نه‌ده، چې د مرستو د وېش یوه ساحه په توغندیو ویشتل کېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون پنج‌شنبه تایید کړه، چې درې کارکوونکي یې د اوکراین په ختیځ کې وژل شوي دي.

تر دې مخکې کییف د روسیې په یوه حمله کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د موټرو د ویشتل کېدو اعلان کړی و.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې میریانا سپولیاریک (Mirjana Spoljaric) په یوه اعلامیه کې د دې کمېټې پر پرسونل دغه حملې غندلې دي.

هغې لیکلي، دا د منلو وړ نه‌ده، چې د مرستو د وېش یوه ساحه په توغندیو ویشتل کېږي.

پرون تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي ویلي وو، د سره صلیب پر موټرو د روسیې په حمله کې درې کسان وژل شوي دي.

دغه حمله په دونیڅک سیمه کې د جګړې له سنګر څو کیلومتره لیرې په ویرولیوبیفکا کلي کې شوې ده.

روسیې د دې په باب تبصره نه‌ده کړې، خو تر دې مخکې یې تل ویلي چې یوازې پوځي اهداف په نښه کوي.