له جرمني افغانستان او سوريې ته د پناه غوښتونکو له اخراج سره مخالفت ښودل شوی

۲۸ افغان پناه غوښتونکي تېره اوونۍ له جرمني کابل ته په يوه الوتکه کې ولېږدول شول.

د جرمني د زرغون ګوند ځینو غړو، افغانستان او سوریې ته د پناه غوښتونکو له اخراج سره مخالفت وکړ.

د جرمني دویچه ویله رسنۍ پرون راپور ورکړ، چې د دغه ګوند غړي چې د جرمني د ايتلافي حکومت برخه دي، په یوه کمپاین کې افغانستان او سوریې ته د پناه غوښتونکو د اخراج د سیاست له سختېدو سره مخالفت ښوولی دی.

د راپور له‌مخې، دغه کمپاین ته د چهارشنبې تر ماسپښین پورې د زرغون ګوند څه باندې ۱۳۰۰ غړو لاسلیکونه ورکړي دي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې جرمني د وږي یا سنبلې پر نهمه، ۲۸ افغان پناه غوښتونکي چې په جرمونو تورن بلل شوي وو، افغانستان ته اخراج کړل.

د جرمني په منهایم ښار کې د یوه افغان کډوال د چړې په ګوزارونو د یوه جرمن پولیس له وژل کېدو وروسته په دغه هېواد کې د کډوالو ضد احساسات زیات شوي دي.

د جرمني حکومت په وروستیو کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په قوانینو کې ځینې سختۍ اعلان کړې.