د کړکېچ نړيوال سازمان: افغانستان کې توليد شوي نشه‌يي توکي د نړۍ بازارونو ته وارديږي

نشه‌يي توکي

د کړکېچ نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د تریاکو د کښت ممانعت د تریاکو کښت خورا کم کړی، خو په افغانستان کې تولید شوي نشه‌يي توکي د نړۍ بازارونو ته واردېږي.

په دغه راپور کې چې د پنج‌شنبې په ورځ خپور شو، راغلي چې یوشمېر سوداګر د نشه‌يي توکو د زېرمو خرڅلاو ته دوام ورکوي او یوشمېر کروندګر له‌دې بندیز سره مقاومت کوي.

همدارنګه ویل شوي، د کوکنارو د کښت د بندولو لپاره د طالبانو اقدام د بزګرانو او کلیوالو کارګرانو اقتصادي امکانات له‌منځه وړي چې په ځانګړې توګه د کورنیو ښځې یې ډېرې اغېزمنې کړي دي.

د راپورونو له‌مخې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په پراخه کچه کوکنار کرل کېدل، خو له میاشتو راهیسې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی.

د کړکېچ د نړیوالې ډلې په راپور کې وړاندیز شوی چې، طالبان باید د دغه بندیز په عملي کولو کې له بې‌وزلو بزګرانو سره نرمي وکړي او په غیر کرنیزو برخو کې د کارموندنې په برخه کې ډېر تمرکز وشي.