د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د روان کال نړيوال جام ته چمتووالی نيسي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېس‌بوک‌ پاڼه لیکلي چې، د فوټسال لوبډلې تمرینات د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې روان دي.

د دغه فدراسیون د معلوماتو له‌مخې، په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبې ته ۳ ورځې پاتې دي.

افغانستان، ارجنټاین، اوکراین او انګولا په سي ګروپ کې شامل دي او د افغانستان لومړۍ لوبه به د یک‌شنبې په ورځ د انګولا پر وړاندې وي.

افغانستان د تلې میاشتې په ۱۹مه نېټه په تاشکند کې د مراکش لوبډلې ته په یوه دوستانه لوبه کې څلور پر درې ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې افغانستان په یوه بله دوستانه لوبه کې له پاراګوای سره ۲-۲ مساوي لوبه وکړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې غړي څلور ورځې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې د ګډون په موخه تاشکند ته ورسېدل.