ډبليو‌ايچ‌او: دوه ميليونه او ۹۰۰زره افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي

ارشيف

د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان یا "WHO" دفتر وايي، د خوړو د نه خوندیتوب له امله دوه میلیونه او نهه سوه زره افغان ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

يادې ادارې نن پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، تر اته‌نیم سوو زر زیات ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي.

دې ادارې پرون د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر ټیډروس ادهانوم گبرسیوس، پیغام هم شریک کړی چې په‌کې ویل شوي، د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د خوړو له اړخه نا امنه دي.

که څه هم په دغه پیغام کې ویل شوي، چې د روغتیا نړیوال سازمان له اړو کسانو سره مرستې کوي، خو له بلې خوا ویل شوي چې دا بسنه نه‌کوي.

په یاد پیغام کې د نړیوالې ټولنې پر بېړنیو روغتیايي او خوراکي مرستو هم ټینګار شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې ۱۱ میلیونه کسان چې د خوراکي موادو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي مرستې نه‌دي ترلاسه کړي.