اسراییلو د غزې یو ښوونځی بمبار کړی؛ له جګړې بې‌ځایه شوي ۱۸ فلسطینیان وژل شوي

په غزه کې د اسراییلو له لوري بمبار شوی ښوونځی

اسراییلي پوځیانو د غزې په مرکزي برخه کې هغه ښوونځی بمبار کړی چې له جګړې بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه په کې اخیستې وه.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د ژغورونکو په حواله لیکلي چې د پرون ورځې په دغه هوایي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ بیا ویلي، دوی دغلته د حماس وسله‌والې ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د کنټرول یو مرکز په نښه کړی دی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې UNRWA پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د نصیریت په نوم دغه ښوونځي باندې د برید له کبله د دوی شپږ کارکوونکي وژل شوي دي.

دوی ویلي، دا په یوه پېښه کې د دوی د وژل شویو کارکوونکو تر ټولو لوی شمېر دی.

تر دې برید وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي، هغه څه چې غزه کې روان دي، د منلو نه دي.