دوو مخالفو جبهو په کابل کې د اوو طالبانو د وژلو او څلورو نورو د ټپي کولو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهه ادعا کوي چې د کابل ښار د ۱۱مې حوزې په مربوطاتو کې یې دوه بریدونه کړي چې په‌کې پنځه طالبان وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي دي.

دې جبهې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټويټر کې څرګنده کړې چې دا بریدونه یې د سرای شمالي او بادام باغ د لارې په اوږدو کې تېره شپه ترسره کړي دي.

بل لور ته د طالبانو یوه بله مخالفه ډله، ملي مقاومت ادعا کوي چې د کابل په دیوان بیګي سیمه کې یې دوه طالبان وژلي او دوه ټپيان کړي دي.

طالبانو د دې ادعاوو په باره کې هم څه نه دې ویلي.