بودیجې کموالی؛ څه باندې ۱۱ میلیونو اړمنو افغانانو سره مرسته نه ده شوې

ارشیف: په افغانستان کې اړمنو سره د مرستو د وېش له بهیر یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" وایي، د بودیجې د کمښت له امله نه دې توانېدلي چې په افغانستان کې له ۱۱ میلیونه ډېرو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

"ډبلیوایف‌پي" د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې د خپلې هغه بودیجې خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره ده او اندېښنه یې ښکاره کړه چې دا ۱۱ میلیونه افغانان د مې له میاشتې نیولې تر اکټوبر پورې د دوی له مرستو محروم شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره زیاتوي چې په افغانستان کې د مرستو په خاطر د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۶۷۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا په باور سږ میلادي کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.