په ناروې کې نن د افغانستان سفارت بندېږي

په ناروې کې د افغانستان سفارت

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې نن د افغانستان سفارت بندېږي.

د سفارت کارکوونکي به دا ودانۍ، چې د افغانستان ملکیت دی، د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري.

ټاکل شوې چې څه باندې دوې اوونۍ وروسته د سپټمبر په ۲۷مه په لندن کې هم د افغانستان سفارت خپل فعالیت ودروي.

په لندن او اوسلو کې وروسته تر دې د افغانستان سفارتونه بندېږي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو چې حکومت یې نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلی، د جولای په ۳۰مه اعلان وکړ چې د بریتانیا او ناروې په ګډون د ۱۴ سفارتونو او قونسلګریو له لورې وېشل شوي اسناد نور اعتبار نه لري.