د افغانستان او نيوزيلنډ ترمنځ ټېسټ سيالي پرله‌پسې درېيمه ورځ هم له لوبې پرته پای ته ورسېده

هند کې د کرکټ د ګریټر نویډا لوبغالی

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د کرکټ یوازېنۍ ټېسټ سیالي نن په درېیمه ورځ هم له لوبې پرته پای ته ورسېده.

د راپورونو له‌مخې د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې چې د افغانستان کور بلل کېږي، نن سهار یوځل بیا سخت باران وشو چې له کبله یې په درېیمه ورځ هم دا لوبه چې له دوشنبې ورځې راهیسې پلان شوې، ونه شوه.

په تېرو دوو ورځو کې هم دا لوبغالی د بارانونو له کبله سخت لوند شوی و او لوبڅارانو په تېرو دوو ورځو کې بیا بیا د هغه ارزونه وکړه، خو پرېکړه یې دا وه چې لا لوبو ته نه‌دی چمتو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د افغان کرکټ بورډ د نړیوالو سیالیو مسوول منهاج‌الدین راز د لوبغالي د غوره کولو په اړه د انتقادونو په ځواب کې ویلي چې، دوی له دوو نورو لوبغالو څخه دا ځای ځکه غوره وباله چې پلازمېنې نوې ډيلي ته نژدې دی.

ویل کېږي چې په ګريټر نویډا کې د اوونۍ په دوام کې د نورو ورښتونو اټکل هم شوی دی.