رينا اميري د کډوالو له لوی کمېشنر سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي

رينا اميري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري وایي، د ملګروملتونو د کډوالو له لوی کمېشنر سره يې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي دي.

اغلې امیري پرون سه‌شنبې په خپله ایکس‌پاڼه کې په یوه بیان کې له فلیپو ګراندې سره خپله کتنه ګټوره بللې او زیاته کړې یې ده چې دوی د افغان کډوالو پر اوسني حالت، په ځانګړې توګه له خطر سره مخ ډلو په اړه خبرې وکړې.

هغې په‌دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي، خو امریکا له‌دې مخکې افغانستان ته په تېره له پاکستان څخه په زوره د هغو افغانانو پر ستنولو ژوره اندېښنه ښودلې وه چې احتمالاً ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

د پاکستان ترڅنګ چې د تېر کال د نومبر له میاشتې راهیسې یې شاوخوا شپږ لکه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي او دغه لړۍ تر اوسه دوام لري، د افغانستان د بل ګاونډ ایران چارواکو هم اعلان کړی چې په سلګونه زره بې‌اسناده افغانان به له خپلې خاورې وباسي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې د ایران د پولیسو مشر احمد رضا رادان پرون سه‌شنبې په یوه مرکه کې وویل، چارواکي په پام کې لري چې د راتلونکي کال د مارچ میاشتې تر پایه پورې شاوخوا دوه ميلیون افغانان چې د ده په خبره په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، له خپلې خاورې وباسي.

د ملګروملتونو د کډوالو د ادارې په وینا په اوس وخت کې شاوخوا ۴،۵ ميلیون افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي، خو ایراني چارواکي د افغان کډوالو غیر رسمي شمېر له‌دې زیات ښیي.