بلېنکن: ايران روسيې ته بالستيک توغندي ورکوي

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکن

امریکا او اروپايي متحدان یې پر ایران تور لګوي، چې روسیې ته بالستیک توغندي ورکوي.

دوی دا خطرناک کار بللی او ویلي یې دي، چې تهران مسکو ته د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو په ورکولو سره د اروپا امنیت ګواښي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکن نن په لندن کې له خپل بريتانوي سیال دیوید لامي سره په ګډه خبري غونډه کې رسماً تهران تورن کړ او ویې ویل، امریکا به پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

بلېنکن پر مسکو هم تور ولګاوه، چې تهران ته د اټومي انرژۍ په ګډون هغه ټکنالوژي صادروي چې اړتیا ورته لري.

د بلېنکن په وینا ایراني بالستیک توغندي به روسیې ته دا ځواک ورکړي، چې په اوکراین کې د جګړې له لومړۍ کرښې وړاندې نورې سیمې په نښه کړي.

په عین حال کې ټاکل شوې ده، چې بلېنکن او لامي به سبا په ګډه اوکراین ته ولاړ شي او هلته به له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او نورو چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د اوکراین د دفاعي وړتیا پر پیاوړتیا خبرې وکړي.