د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ سیالۍ دویمه ورځ هم بې لوبې پای ته ورسېده

د ګریټر نویډا لوبغالی

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې دویمه ورځ هم پرته له لوبې کولو پای ته ورسېده.

د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د ورښتونو له امله د لوبې په دویمه ورځ هم لوبغالی د لوبې کولو جوګه نه‌شو.

په پلان کې وه چې دغه ټېسټ سیالي د دوشنبې په ورځ د سپټمبر میاشتې په نهمه نېټه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شوی وای، خو ورښتونو او لوند لوبغالي لا هم سیالي ځنډولې ده.

د هندوستان د ګریټر نویډا په لوبغالي کې شدید ورښت لوبغالی لوند کړی و چې لوبڅارانو پرله‌پسې دوه ورځې بار بار د لوبغالي ارزونه وکړه او پرېکړه یې دا وه چې لا لوبو ته نه دی چمتو.

که چېرې لوبغالی لوبو ته اماده و، د لوبې درېیمه ورځ به د سپټمبر په ۱۱مه نېټه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ پيل شي.

د ویلو ده چې دغه ټېسټ لوبه به د سپټمبر میاشتې تر ۱۳مې نیټې دوام لري.