له اړمنو افغانانو سره د اروپايي ټولنې د ۲۵ میلیون یورو مرستې هرکلی وشو

د اروپايي ټولنې بیرغ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د اروپايي ټولنې د ۲۵ میلیون یورو مرستې هرکلی وکړ.

دغه پروګرام پرون دوشنبې په یوه بیان کې، چې پر خپله ویبپاڼه یې خپور کړی، ویلي چې دا پیسې به دوی ته دا امکان برابر کړي چې له یو شمېر خورا زیانګالو کورنیو سره د خوراکي موادو یا نغدو پیسو مرسته وکړي.

همداراز به د اروپايي ټولنې په مالي مرسته امیندوارو ښځو او میندو او تر پنځه کالو کشرو ماشومانو ته خوراکي مواد مهیا کړي.