بريتانيا: د افغان سفارت کارکوونکو د بې‌اعتباره اعلانېدو وروسته لندن کې د ياد سفارت د تړلو پرېکړه شوې

په لندن کې د افغانستان سفارت

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لندن کې د افغانستان د سفارت د بندولو پرېکړه یې وروسته له‌دې وکړه چې طالبانو د دغه سفارت کارکوونکي بې‌اعتباره وبلل.

دې وزارت د ازادي راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، پر ډيپلوماټیکو اړیکو د ویانا کنوانسیون د اصولو له‌مخې افغانستان په خپلو سفارتونو کې د کارکونکو له دندې ګوښه کولو مسوول دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبې) ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د سفارت له بندولو سره سره دوی له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او ډېرو محتاجو خلکو ته بشري مرستې برابروي.

وروسته له‌دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څوارلس ډیپلوماتیک ماموریتونه له کابل سره د تعامل نه کولو په خاطر بې‌اعتباره اعلان کړل، بریتانیا په لندن کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتانو ته ۹۰ ورځې مهلت ورکړ چې سفارت بند کړي او په خپله یا د پناه غوښتنه وکړي او یا له‌دې هېواده ووځي.