سوريه کې د اسراييل د بريد په پايله کې ۱۴ کسان وژل شوي

سوريه کې د اسراييل د يو بريد انځور

په سوریه کې د اسراییلو د پرون ناوخته برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات نور ټپیان دي.

دا خبره د سوریې دولتي خبري اژانس سنا نن سهار وختي کړې.

د یوه روغتون مشر فیصل حیدر ویلي، د ۱۴ کسانو مړي ور وړل شوي او ۴۳ نور ژوبل دي.

په لندن کې مېشت د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلي، په وژل شویو کې لږ تر لږه څلور ملکیان شامل دي.

د راپورونو له‌مخې اسراییلو پرون ناوخته د سوریې په مرکزي برخو بریدونه کړي، چې په پاسنۍ مرګ‌ژوبلې سربېره په حما ولایت کې یوه لویه لار هم تخریب شوې ده.

اسراییل په وروستیو کلونو کې د سوریې دننه بریدونه کوي او اکثر د سوریې پوځیان یا د ایران ملاتړي ګروپونه په نښه کوي، خو ډېر کم د خپلو دغو بریدونو یا عملیاتو په اړه خبرې کوي.