ټاکل شوې نن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه راپور خپور شي

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل

ټاکل شوې د امریکا د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي غړي، نن دوشنبه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه یو راپور خپور کړي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، له اوږده انتظار وروسته خپرېدونکي دغه راپور کې له افغانستانه د امریکایي‌ ځواکونو د ګډ وډ او مرګوني وتلو له کبله د جوبایډن پر ادارې نیوکې شوي دي.

امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د دوو اوونیو په ترڅ کې له افغانستانه ووتل، چې پر مهال یې د کابل هوایي ډګر مخې ته یوې چاودنې د لسګونه افغانانو په ګډون ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل.

د استازو جرګې په راپور کې راغلي، د امریکا دولت له افغانستانه د ملکیانو د تخلیې په اړه ډېره ناوخته، یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۶مه پرېکړه وکړه.

دا یوه ورځ وروسته تر دې چې طالبان کابل ته ننوتل.

راپور کې دغه راز راغلي، امریکایي چارواکو په واشنګټن او کابل کې هغه مهال د ادارو ترمنځ سمې اړیکې نه درلودې او د هغو افغانانو اسنادو کې ستونزې یا کمزورۍ وې چې د تخلیې مستحق وو.

دا راپور په استازو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د مشر مایکل مک‌کال د درې کلنو څېړنو پایله ده.

تر دې وړاندې بیا د بایډن ادارې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ننګه کړې او ځینو ډیموکراتو سیاستوالو پخوانی جمهوري غوښتونکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ تورن کړی چې له طالبانو سره یې د امریکایي ځواکونو د وتلو خبره کړې وه.