فوټسال؛ افغانستان له پاراګوای سره لوبه مساوي کړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان او پاراګوی د فوټسال ملي لوبډلو د نړیوال جام په تمریناتي سیالۍ کې لوبه ۲-۲ مساوي کړه.

یاده سیالي چې نن یکشنبه د سپټمبر په ۸مه نېټه د ازبکستان په کوربتوب پیل شوې وه د لوبې تر پایه دواړو لوبډلو دوه دوه ګولونه ووهل.

افغانستان به خپله دویمه تمریناتي سیالي له تایلنډ سره کوي.

افغان لوبډله به د نړیوال جام لومړۍ سیالي د سپټمبر په ۱۵مه نېټه له انګولا سره کوي.