فوټسال؛ افغانستان له پاراګوای سره دوستانه سیالي لري

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې غړي

ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په تاشکند کې نن ماښام د پاراګوای پر وړاندې دوستانه سیالي وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه لوبه د کابل پر وخت د ماښام شپږنیمې بجې پیلېږي.

وړاندې لیکل شوي چې دغه لوبه د دواړو لوبډلو د مسوولانو په غوښتنه کېږي، خو پر تلوېزیون به نه خپرېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴م کال د فوټسال ټیم غړي د نړیوال جام سیالیو لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللي دي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ رسماً د راروانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ پیل شي.