د بریتانیا او امریکا د روسیې په خاوره کې د اوکرایني ځواکونو پرمختګ ستایلی

اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې

د بریتانیا او امریکا د بهرنیو استخباراتي ادارو مشرانو د روسیې په خاوره کې د اوکرایني ځواکونو پرمختګ ستایلی دی.

د بریتانیا د ایم آی سکس ادارې مشر ریچارډ مور پرون وویل چې په تېره اګست میاشت کې د روسیې په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو ناڅاپي عملیاتو او د سیمو لاندې کول یو ډېر زړور اقدام و چې د جګړې لوری بدلولای شي.

هغه دا څرګندونې پرون د سي‌آی‌اې له مشر ویلیم برنز سره په لندن کې د لیدنې پر مهال وکړې.

برنز د اوکرایني ځواکونو عملیات لویه لاسته راوړنه وبلله چې د ده په وینا د روسیې د پوځ له کمزورتیاوو څخه یې پرده لیرې کړه.

برنز وویل چې لویدیځ باید د جګړې د پراختیا مخه ونیسي، خو ده زیاته کړه چې د اوکراین متحدان دې د روسیې له بېځایه ګواښونو څخه هم نه وېرېږي.