لبنان کې د اسراییلو هوايي حمله؛ چارواکي: درې روغتیاپالان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

پر لبنان د اسراییلو د برید یو انځور

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د اسراییلو په هوايي برید کې درې تنه روغتیاپالان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند پرون ناوخته وویل چې اسراییلو دا برید په جنوبي ښار فارون کې هغه مهال وکړ چې د لبنان د ملکي دفاع کارکوونکو د اسراییلي پوځ د یوه مخکېني برید په پایله کې د لګېدلي اور د وژنې هڅه کوله.

لبنان دا پر خپلو رسمي کارکوونکو برید بللی او غندلی یې دی.

د لبناني چارواکو په وینا، اسراییلو له ۱۲ ساعتونو په لږه موده کې د دوهم ځل لپاره د لبنان د بېړنیو خدماتو پر یوه ډله برید وکړ.

د اسراییلو پوځ سمدستي د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

په عین حال کې د لبنان حزب‌الله ډلې بېګا ناوخته په یوه بیان کې وویل چې دوی د دې حملو په ځواب کې د اسراییلو پر یوه پوځي قطعه د توغندیو حمله وکړه.

د حزب‌الله او اسراییلو ترمنځ د حملو دا لړۍ د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې پر اسراییلو برید وکړ، نژدې ۱۲ سوه کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل او اسراییلو د حماس پر ضد چې امریکا او اروپایي ټولنه یې تروریستي ډله بولي په غزه کې عملیات پیل کړل.