د جرمني د اپوزیسیون مشر: حکومت دې د افغان او سوریايي کډوالو د کډوالۍ مخه ونیسي

یو شمېر کډوال چې د یونان له لارې جرمني ته داخل شوي دي.

د جرمني د اپوزیسیون مشر فریدریښ میرڅ له حکومت څخه غوښتي چې دې هېواد ته د افغان او سوریايي کډوالو د کډوالۍ مخه ونیسي.

میرڅ چې د معتدلو ښي اړخو د ګوند مشري کوي او د جرمني په سیاسي ډګر کې یې اهمیت په زیاتېدو دی، پرون وویل، کډوال په دې هېواد کې د ډله‌ییزو جنسي تېریو او د چړو په وسیله د حملو په پېښو کې لاس لري.

میرڅ کډوالو د هغو جنایتونو عامل وبلل چې ده د ډله‌ییزو جنسي تېریو خپسه وبلله.

په جرمني کې د کډوالو پر وړاندې د خلکو احساسات وروسته له هغه وپارېدل چې په منهایم ښار کې یو پولیس د یوه افغان کډوال له‌خوا د چړو په ګوزارونو ووژل شو.

جرمني د وږي په نهمه نېټه ۲۸ تنه افغان کډوال افغانستان ته ډیپورټ کړل.

دا افغانان د جرمنی چارواکو په وینا، په جنایي پېښو کې د لاس لرلو په خاطر مجرم پېژندل شوي او په سزا محکوم شوي وو.