ارمان: د اعتیاد پر مهال مې بې‌ځایه ژړل

پر نشه‌يي توکو روږدي کسان

د خوست ولایت اوسېدونکی چې خپل مستعار نوم ارمان یادوي له یوه کال راهیسې نشه کوي.

دی لوړې زده‌کړې لري، بېلابېلو هېوادونو ته یې سفرونه کړي او له مختلفو تجارتي ادارو یې سره یې کار کړی، خو اوس په یوه دولتي روغتون کې بستري او د خپل اعتیاد درملنه کوي.

ارمان وايي چې نشې يې دومره اعصاب ور خراب کړي چې بې‌ځایه ژاړي.

دا چې ارمان ولې او څنګه معتاد شو او د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟ په‌دې اړه یې زموږ سره د زړه خواله کړې ده.

له نوموړي سره د زړه خواله د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ارمان: د اعتیاد پر مهال مې بې‌ځایه ژړل