يوشمېر ډاکټران وايي، معتادین د خولو کولو پر مهال له بدن څخه یو ډول مواد خارجوي چې د ډېرې بدبويي سبب کېږي، په ځانګړي ډول په هغو مرکزونو کې دا ستونزه ډېره وي چې هلته ډېر معتادین ساتل کېږي.
دا چې په معتادینو کې دا بد بويي معمولاً د نشې په کوم پړاو کې پيدا کېږي؟ ایا ټول نشهيي مواد په معتادینو کې د بدبويي لامل کېږي او که ځانګړي معتادین لهدې ستونزې سره مخ وي؟
د معتادینو کورنیو او د درملنې مرکزونو ته څه کول پکار دي چې معتادین د بدبويي له ستونزې سره مخ نهشي؟
پهدې اړه مو د معتادینو د درملنې له متخصص ډاکټر ګل اصغر شریفیار سره مرکه کړې او په پیل کې مو پوښتلی چې نشهيي مواد ولې په معتادینو کې د بدبويي سبب کېږي؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5