اروپايي ټولنې د اوکراين له زيانګالو خلکو سره بشري مرسته اعلان کړه

د اروپايي ټولنې او اوکراين بيرغونه

اروپایي ټولنې د ژمي له رارسېدو مخکې د اوکراین له زیانګالو خلکو سره د مرستې نوې بسته اعلان کړه.

د بودیجې، بشري سرچینو، بشري مرستو او د بحرانونو د ادارې په چارو کې د اروپايي کمېسیون ویاند بالاز اویواري Balazs Ujvari د ۴۰ میلیون یورو یا ۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت دا مرسته پرون په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون په یوه خبري غونډه کې اعلان کړه.

ښاغلي اویواري زیاته کړه، چې دا پیسې به د زیانمنو ودانیو د رغونې، د برېښنا او د سونګ توکو د برابرولو او اړو خلکو ته د استوګن‌ځایونو د جوړولو پر چارو ولګول شي.

ویاند همداراز یادونه وکړه چې شاوخوا ۵ میلیون یورو به په مالداویا کې له دېره اوکرایني کډوالو سره د مرستې لپاره ځانګړي شي.

دا مرسته د اروپايي کمېسیون له هغې یو میلیارد یورو بودیجې څخه چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل وروسته د اوکراین لپاره په پام کې نیول شوې ده، ورکول کېږي.