سهېل شاهين: له جرمني ډيپورټ شوي افغانان د کورنيو له تضمين وروسته خوشې شوي دي

هغه الوتکه چې تېره اوونۍ يې ۲۸افغانان چې له جرمني ډيپورټ شوي وو، کابل ته ولېږدول.

د طالبانو د حکومت یو چارواکي وايي، ټول هغه افغان کډوال له بنده خوشې شوي دي، چې جرمني تېره اوونۍ افغانستان ته ډیپورت کړل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین پرون (د وږي ۱۶مه) د جرمني له خبري اژانس DPA سره په خبرو کې وویل، دا کسان وروسته له هغه خوشې شول چې کورنیو یې لیکلی ضمانت ورکړ چې دوی به نور هيڅ ډول جنایت نه ترسره کوي.

جرمني، د بشري حقونو، د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په مسایلو کې د مخالفتونو له کبله د طالبانو له حکومت سره رسمي اړیکي نه‌لري، خو له‌دې سره سره یې د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ ۲۸ تنه افغانان چې د جرمني چارواکو په وینا په جنايي قضیو کې محکوم شوي وو، په یوه الوتنه کې افغانستان ته واستول.

د قطر الجزیرې ټلوېزیون راپور ورکړ، چې قطري چارواکو په‌دې برخه کې د طالبانو او جرمني ترمنځ منځ‌ګړتوب کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې له اروپا څخه په دومره لوی شمېر افغانان افغانستان ته ډیپورت کېږي.

د جرمني په منهایم ښار کې د یوه افغان کډوال له‌خوا د یوه جرمني پولیس له وژل کېدو وروسته د افغان کډوالو د استولو موضوع په‌دې هېواد کې تاوده بحثونه پارولي دي.

منتقدان اندېښمن دي چې افغانستان ته د افغان کډوالو ډیپورت کول، ښايي د بشري حقونو د پراخو سرغړونو باعث شي.