فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډلې له تایلنډ ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي

د لویو وچو جام په وروستۍ سیالۍ کې نن جمعه د سپټمبر په شپږمه نېټه د افغانستان او تایلنډ ملي لوبډلو سره سیالي ترسره کړه چې ۲ـ ۱ د تایلنډ په بري سره تمامه شوه.

په دې سیالیو کې تایلنډ ټولټال ۹ نمرې وګټلې چې اتلولي یې وګټله، ګواټیمالا هم د ۹ نمرو په لرلو سره دویم مقام ترلاسه کړ او افغانستان په درېیم مقام کې راغی.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د دې سیالیو تر پیل وړاندې ویلي وو، دا سیالۍ د فوټسال د نړیوال جام د تیاریو په موخه ترسره کېږي.

د لویو وچو جام په سیالیو کې افغانستان ټولټال ۴ لوبې وکړې چې دوه یې وګټلې او دوه یې وبایللې.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې په درېیم ګروپ کې قرار لري چې له انګولا، اوکراین او ارجنټاین سره به سیالۍ ترسره کړي.

د فوټسال نړیوال جام چې د ازبکستان په کوربتوب پیلېږي، افغانستان به خپله لومړۍ سیالي د سپټمبر په ۱۵مه نېټه ترسره کړي.

افغانستان به تر نړیوال جام دمخه دوه تمریناتي سیالۍ له تایلنډ او مراکش سره ترسره کړي.