یو شمېر افغانان: په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د زړو بانکنوټونو کارونې جدي ستونزې رامنځته کړي

ارشیف: په افغانستان کې زاړه بانکنوټونه

په کابل او د افغانستان په ولایتونو کې په ورځنيو راکړو ورکړو کې د زړو بانکنوټونو کارول او لاس په لاس کېدل د خلکو لپاره یوه جدي ستونزه ده.

يو شمېر افغان ښاريان او هټيوال شکايت کوي چې دا بانکنوټونه معمولاً ډېر زاړه او وراسته شوي.

د دوی په باور تر هغې چې د افغانستان د مرکزي بانک له‌خوا نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې او زاړه بانکنوټونه ټول نه‌شي، د خلکو ياده ستونزه نه هوارېږي.

د کابل یوه اوسېدونکي نعمان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "نوي بانکنوټونه په اسانۍ سره بازار ته نه راځي، زړې پیسې کارول کېږي، خلک یې په سمه توګه ساتنه هم نه کوي او حکومت یې هم نه ټولوي. دا پیسې باید ټولې شي او نوي بانکنوټونه بازار ته راشي."

پلورونکي هم وايي چې تر ډېره د خپلو محصولاتو د پلورلو لپاره له پېرېدونکو څخه زاړه بانکنوټونه اخلي چې دا کار دوی ته جدي اقتصادي ستونزې جوړوي.

د بلخ ولایت یو هټیوال محمد اکرام په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ له مشتري څخه پیسې اخلو، پیسې یې زړې، خرابې او ورستې وي، نه شو کولای چې دا پیسې مصرف کړو، آن د صرافيو په دفترونو کې هم دا پیسې نه تبادله کېږي، ځکه چې خرابې شوي، دا د خلکو لپاره لویه او جدي ستونزه ده."

په ورته وخت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر ۵مه "د یو کال لاسته راوړنې" په نوم خبري غونډه کې وویل چې په تېر یوه کال کې یې له ۷ میلیاردو څخه زیات زاړه شوي افغاني بانکنوټونه سوځولي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک

د دغه بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد په دې ناسته کې وویل: "د افغانستان بانک په تېر یوه کال کې وتوانېده له مرکز او ولاياتو څخه شاوخوا ۷ میلیارده ۱۸۶ میلیونه ۵۴۴زره افغانۍ بانکنوټونه چې هر ډول بانکنوټونه په کې شامل وو، راټول او وسوځوي."

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، په افغانستان کې د بانکنوټونو د زړېدو لامل د پېر او پلور د پرمختللو سیستمونو نشتوالی دی.

د اقتصادي چارو شنونکى اذرخش حافظي ازادي راډيو ته وویل: "داسې ویل کېږي چې زړې پیسې سوځول شوي، خو که سوځول شوې وې دومره زړې پيسې به موجودې نه وې. د زړو پیسو د شتون لامل د یو ډیجیټل سیستم، نشتوالى دى. موږ کرېډېټ کارتونه نه کاروو، انلاین بانکداري نه لرو، موږ انټرنېټي راکړه ورکړه نه لرو، موږ د پېرودلو پرمختللی سیستم نه لرو چې موږ یې د پیسو کارولو پرته وکاروو، دا یوازېنۍ حللارې دي، زړو پیسو څخه خلاصون لپاره."

د اقتصادي چارو شنونکى اذرخش حافظي

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د وري يا حمل په میاشت کې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې افغانستان بانک ویلي وو چې په تېر کال کې یې په افغانستان کې په بېلابېلو پړاونو کې ۵،۲ میلیارده افغانۍ زاړه بانکنوټونه راټول کړي او پر ځای یې نوي بانکنوټونه چاپ کړي دي.

د زړو بانکنوټونو ستونزه د تېر جمهوري نظام پر مهال هم موجوده وه چې تر اوسه دوام لري، خلک يې که څه هم وخت په وخت بازار ته د نويو بانکنوټونو د وړاندې کېدو خبرې اوري، خو بيا هم زاړه بانکنوټونه په بشپړه توګه له بازاره نه ټولېږي.