یونېسف: په غزه کې له ټاکل شوي هدف ډېر ماشومان واکسین شوي

په غزه کې د پولیو ضد واکسین له کمپاین څخه یو انځور

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق یونېسف وایي، په غزه کې د پولیو د واکسین د کمپاین په ترڅ کې تر هغو ډېر ماشومان واکسین شوي چې دوی یې هدف ټاکلی و.

دې ادارې ۱۸۹زره ماشومانو ته د پولیو د واکسین تطبیق، په غزه کې د روانې یولس میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د روښنایي یوه نادره څپرکی یاد کړی دی.

یونېسف پرون چهارشنبې وویل چې روانه اوونۍ د غزې په مرکزي برخه کې له لسو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو لپاره له پنځه سوه زیات ټیمونه ګومارل شوي وو.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې اسراییل او حماس د دغه کمپاین لپاره د اسانتیا د رامنځته کولو په هدف جګړې یو څه سستې کړې وې.

یونېسف هیله‌من دی چې د واکسین دغه کمپاین د غزې شمالي او جنوبي برخو ته چې سختو جګړو ځپلي، وغځوي.

یونېسف دا کمپاین وروسته تر دې پیل کړ چې تېره میاشت په غزه کې له ۲۵ کلونو وروسته د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوه.