د افغانستان لپاره د امریکا سفارت یوځل بیا د افغان نجونو د تعلیم پر حق ټینګار کړی

د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پرمخ تړل شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې په دوحه کې فعالیت کوي، یوځل بیا د افغان نجونو د تعلیم پر حق ټینګار کړی او ویلې یې دي، باید ډاډ ترلاسه شي چې هره افغانه نجلۍ هغه زده‌کړې ترلاسه کړي چې وړ یې ده.

دغه سفارت پرون چهارشنبه ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دا مهال د افغانستان اتیا فیصده نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

د سفارت په دغه بیان کې له ټولو غوښتل شوي چې د نجونو د تعلیم د حق ملاتړ وکړي.

تر دې وړاندې یونسکو ویلي وو چې افغانستان کې یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې ښونځیو ته له تګه بې برخې دي.

د امریکا سفارت د افغان نجونو د ښونځیو د خلاصېدو غوښتنه داسې مهال کړې چې نن د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې نوی تعلیمي کال پيل شو، خو تر شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم ښونځیو ته د تګ اجازه نه لري.

طالبانو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او نژدې کال وروسته یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.