یونېسف د غزي په شمالي او جنوبي سیمو کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین پیل ته هیله ښودلې

د غزي مرکزي برخه کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي، د غزې په مرکزي سیمه کې یې د پولیو واکسین تر هغو ډېرو ماشومانو ته رسولی دی چې دوی یې وار له مخه اټکل کاوه.

یونېسف پرون وویل چې یولک او نهه اتیا زره ماشومانو ته یې تراوسه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو تر ۵۰۰ ډېرو روغیتایي ډلو روانه اوونۍ په دې کمپاین کې برخه واخیسته او له لسو کلونو کم عمره ماشومانو ته یې د پولیو واکسین تطبیق کړ.

یونېسف هیله‌من دی چې اوس د واکسین دا کمپاین د غزې په شمالي او جنوبي برخو کې هم پلی کړی؛ په هغو سیمو کې چې هلته سخته جګړې دي.

یونېسف دا کمپاین وروسته تر دې شروع کړ چې په غزه کې له ۲۵ کلونو وروسته د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوه.