فوټسال؛ افغانستان له تایلینډ سره سیالي لري

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې غړي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا د کانټننټل کپ سیالیو په ترڅ کې له کوربه تایلینډ سره لوبه وکړي.

که چېرته په دې لوبه کې افغان لوبډله بریالۍ شي نو د دې جام اتله به شي.

افغان لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د دې جام په ترڅ کې د نیوزیلینډ لوبډلې ته پنځه د یوه پر وړاندې ماته ورکړه، د سې شنبې په ورځ یې له کوېټ څخه ماتې خوړلې وه، تر هغه مخکې یې د ګواتمالا لوبډله ماته کړې وه.

د دې سیالیو هدف د فوټسال راتلونکي نړیوال جام ته چمتووالی دی چې د روانې سپټمبر په ۱۴مه نېټه به د ازبکستان په کوربه‌توب ‌ پیل شي.