نقوي: د ټي‌ټي‌پي غړي له افغانستان څخه پاکستان ته د بریدونو لپاره ننوځي

د افغانستان او پاکستان پر پوله د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تور پورې کړ چې د تحریک طالبان پاکستان ډله وسله‌وال د افغانستان دننه راغونډېږي بیا د بریدونو لپاره د پاکستان خاورې ته ننوځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پرون د سنا د کورنيو چارو کمېټې ته دوې ورځې وروسته تر دې دا خبرې وکړې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرکزي پارلمان ته په یوه راپور کې څرګنده کړې وه چې د پاکستان امنیتي وضعیت په پرله‌پسې ډول د خرابېدو په لور درومي.

پاکستان تر دې مخکې هم په کابل کې واکمن طالبان تورن کړي وو چې له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره همکاري کوي، خو افغان طالبانو دا تورونه تل رد کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت په وینا، په تېر یوه کال کې په ټول پاکستان کې ۱۵۱۴ تروریستي بریدونه شوي چې په‌کې ۵۷۲ امنیتي سرتېرې وژل شوي او ۱۲۹۲نور ژوبل شوي دي.